د سولې په اړه د ولسمشر غني هڅې تر حامد کرزي ريښتبې او عملي ښکاري

نظر او تحليل

د سولې په اړه د ولسمشر غني هڅې تر حامد کرزي ريښتبې او عملي ښکاري

400

افغانستان ته د امريکا او ناټو له راتگه وروسته د افغانستان د اجرايوي واک پر گدۍ څو ډلې او ټيمونه واکمن سول.

شمال ټلواله، امريکا پلوه پښتانه قوماندانان اود کرزي په شمول يو شامل ټيم چې نږدې دولس کاله يې درې پيرې واک ترلاسه کړ.
کرزي د ايران خصوصي لاسپوڅي په کلونو کلونو په خلاص مټ په واک کې وساتل،
همداسې يې د پاکستان د خوښي خلگ هم په څوکيو خوشحاله وساتل اوتر ټولو ډيره اوږه يې شمال ټلوالې ته ټيټه وه او د هغوي له خوښي پرته يې ډيرڅه ونکړاى شول.
چې له بده مرغه همدا اوس هم کرزى د دغه ټلوالې د فاشستي افکارو په پټو سترگو پيروي کوي او د تذکرې او ملي هويت په موضوع کې کرزي د همدې ټلوالې د خوښي لپاره يو بې سارې افغان ضد موقف غوره کړى.
يو شمېر ملت پال پښتانه لاهم کرزي نه پيژنې چې څرنگه يې په تيرو انتخاباتو کې د دې لوى اکثريت دبري په لاره کې ازغي کرل او د يوه متحد پښتون کانديد پر ځاى يې متعدد پښتانه کانديدان تشويق کړل ترڅو يو پښتون کانديد هم اکثريت ونشي گټلاى.
د سولې په اړه ښاغلي کرزي نږدي لس کاله سمبوليک ميکانيزمونه وکارول چې هېڅ عملي او ريښتني روحيه يې نلرله، بلکې د سولې کلمه يې هم ناوړه معرفي کړه او په دې اړه د نورو ادارو په څېر د سولې په نامه جوړشوي ميکانزم کې يې هم په پراخه توگه اداري فساد ته موقع ورکړې وه.
خو د ولسمشر غني له بري وروسته د سولې په اړه عملې گامونه اوچت شول او په دې اړه غولوونکې جريانات او بې ځايه مصارف يې تر ډېره کنترول کړاى شول، چي له امله يې بايد اعتراف وکړو چې د سولې په اړه د ولسمشر ډاکټر اشرف غنى هڅې د کرزي په نسبت عملي او رښتينې دي.



اعلان