نا تائيد شوى خبر: طالب استازو د امريکايانو تر وتلو دايمي اوربند ناشونى وگاڼه

راپورونه

نا تائيد شوى خبر: طالب استازو د امريکايانو تر وتلو دايمي اوربند ناشونى وگاڼه

1174

ځلاند ته په يو ناتائيد شوي خبر کې ويل شوي، چې په عرب اماراتو کې د نني ناستي په پايله کې د اوربند موضوع څيړل شوې، 

په خبرکې راغلي چې طالب استازو ويلې، تر هغو چې د امريکا پوځي ځواک له افغانستان نه مکمل نه وي وتلى، دايمي اوربند ناشونى دى.
ځلاند ته په دې اړه رسيدلي ټول راپورونه دريم لاس دي، چې د دواړو له لور له له رسمي اعلان نه وړاندي يې نه پوره تصديق کېداي شي او نه ترديد.
ځلاند ته د غونډې د ځاى په اره معلومات دا وو، چې دې غونډې ته لومړي درې ځايه په په نظر کې نيول شوي وو:
د دوبۍ هوايي ډکرکې مخصوص تالار.
په ابو ظبۍ کې يو دولتي ميلمستون
او په دوبۍ کې يو سپر سټار هوټل.
د غونډې يوه برخه گډون والو په 9بجې او ديرش دقيقې د ميټنيگ ځاى ته ورغلل.
خو له قطره را ستنيدونکې غړې بيا دلسو بجو نه هم ورسته ورسيدل.
تردې مهاله چې مو څه خپاره کړل دا ورستي او حتمي معلومات نشو گڼلاى.
البته دا هر څه د غه جريان ته د نږدي منابعو په معلوماتو بنا دي



اعلان