درملو سره دا کوچنۍ کڅوړې ولې ایښودل شوي وي؟

پام وړ

درملو سره دا کوچنۍ کڅوړې ولې ایښودل شوي وي؟

759

ښایي ډېر به مو لیدلي وي چې د درملو په بوتلونو کې، بوټانو او نورو څیزو سره یو ډول کوچنۍ پوړۍ (کڅوړې) ایښودل شوي وي، خو زیاتره کسان د دغو کڅوړو په ارزښت او موخه نه پوهېږي.
دغو کڅوړو ته سلیکا بېګ (سلیکا کڅوړې) وایي. د دغو کڅوړو دننه سلیکان ډایی اکساید وي چې څیزونه له نموالی (لوندوالی) څخه ساتي.
دا زهري نه وي، خو خوړل یې زیانمن وي او له کوچنیانو باید لرې وساتل شي.
که موبایل مو لوند شوی وي
که موبایل مو لوند شوی وي، نو دا کڅوړې در سره مرسته کولای شي. که تاسو خپل لوند موبایل د دغو کڅوړو منځ کې واچوئ، نو د روغ پاتې کېدو چانس یې زیاتېږي.
دا کڅوړې د مالګې یا بورې د نموالي په لرې کولو کې هم مرسته کولای شي. مازې یې د لمدې شوې مالګې یا بورې په بوتل کې واچوئ.
د ښځو سینګار توکي (ارایش سامان) هم له نمی خوندي کولای شي.
د خپل سفر بېګ دننه یې واچوئ، نو د بکتریاو او بد بویی مخه به ونیسي.
دا کڅوړې کولای شي چې پخواني تصویرونه هم روغ وساتي.



اعلان