"چې سوالګر ولیکو نو عمران خان راښکاره شي، دا ولې کېږي؟"

راپورونه

620

د پاکستان پنجاب ایالتي اسمبلۍ کې پاس شوي قرارداد کې د ګوګل له اجراییه مشر سندر پېچای پوښتل شوي، کله چې ګوګل کې سوالګر (بهکاری) لفظ ولیکل شي، نو ولې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان تصویر راڅرګندېږي؟.
د رپوټونو له مخې، دغه قرارداد کې پېچای د ځواب غوښتلو له پاره ور بلل شوی دی.
د خان مخالفین هغه ته سوالګر وایي ځکه هغه د چین او سعودي په ګډون نورو هېوادونو ته د مرستو غوښتنو له پاره سفرونه کړي دي.
خان چې کله د چین بېجنګ کې و، نو د یوه خبري کنفرانس پر مهال په حکومتي ټلویزیون د Beijing پر ځای د Begging لفظ د څو ثانیو له پاره راښکاره شو چې مانا یې سوال کول دي.
وروسته حکومت مسوول شخص له دندې ګوښه کړ.
له پاکستان وړاندې پېچای د امریکا کانګریس ته ور بلل شوی و او هلته ترې د کانګریس ډیموکراټې غړې زوی لوفګرن د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اړه پوښتي وو، کله چې احمق ولیکم، نو ټرمپ راښکاره شي. هغې ویلي وو، دا ولې داسې کېږي؟.
پېچای یې ځواب کې ویلي وو چې دا موږ پورې اړه نه لري او دا مسله د تصویر له ټګ (tag) کولو پورې تړلې ده.



اعلان