امريکايي پلاوی او طالب استازي نن په عربي اماراتو کې سره ګوري

افغانستان

امريکايي پلاوی او طالب استازي نن په عربي اماراتو کې سره ګوري

318

د افغانستان د کړکېچ د اواري په پار امريکايي پلاوی او د طالبانو استازي نن په متحده عربي اماراتو کې يوه ناسته لري.

په دې ناسته کې به د امريکايي پلاوي مشري زلمی خليلزاد وکړي، چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو ماموريت ور تر غاړې دی او په همدې موخه د سيمې پر دريم سفر بوخت دی.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې د دې ناستې پخلی کړی او څرګنده کړې يې ده، چې د سياسي دفتر غړي به يې د دوشنبې پر ورځ متحده عربي اماراتو کې له امريکایي پلاوي سره وګوري.

خليلزاد له دې وړاندې هم دوه ځل له طالب استازو سره ناستې کړې دي او دا ناستې يې بريالۍ بللې دي. هغه له تېرې ناسته وروسته وويل، چې تمه ده په راتلونکو ۶ مياشتو کې طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي. ورسره سم امريکايي رسنيو څرګنده کړه، چې امريکایي ولسمشر بيړه لري، چې ژر تر ژره طالبانو سره رسمي خبرې پيل کړي او ښايي د راتلونکي کال په اپريل مياشت کې دا خبرې پيل شي.



اعلان