د پاکستان د ټوټه کېدو اووه څلوېښت کاله پوره شول

د پرون کيسه

د پاکستان د ټوټه کېدو اووه څلوېښت کاله پوره شول

429

پاکستان په ۱۹۴۷ ز کال کې له دوه برخو (ختیځ او لویدیځ پاکستان) څخه جوړ شو.
د دواړو تر منځ له پېله ځینې ستونزې وې، خو دغه ستونزې او اختلافات ورو ورو ژور او پراخېدل چې پای کې بنګالیانو د ۱۹۷۰ ز کال ټاکنو کې له بریا وروسته د شېخ مجیب الرحمن په مشرۍ پاڅون وکړ.
د ۱۹۷۱ ز کال په ډیسمبر کې د هند-پاکستان تر منځ دویمه جګړه وشوه. د دغې جګړې پایله په دوه ټوټو د پاکستان وېشل کېدل او د بنګله دېش په نوم د یوه نوي هېواد جوړېدل و.
د ۱۹۷۱ ز کال د ډیسمبر په درېیمه د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ جګړه پېل شوه چې دیارلس ورځې یې دوام وکړ.
جګړه کې د پاکستان له نوي زرو ډېر امنیتي ځواکونه هندي پوځ ته تسلیم شول.
په همدغه ورځ د پاکستاني پوځ د مشر عبدالله نیازي او هندي پوځ د مشر جګکیت سنګ تر منځ تړون لاسلیک شو او بنګله دېش د یوه نوي هېواد په توګه د نړۍ په نخچه کې رامنځته شو.



اعلان