د «اذان» ناول کروشيايۍ ليکواله: عثماني فتوحات رغوونکي وو، ورانوونکي نه وو

ناولونه

د «اذان» ناول کروشيايۍ ليکواله: عثماني فتوحات رغوونکي وو، ورانوونکي نه وو

386

کروشيايۍ ليکوالې او ناول ليکوونکې «اېوانا سوګات» چې د عثماني خلافت د يوه پاچا په اړه يې د «اذان» په نوم ناول ليکلی دی، څرګنده کړې ده، چې عثماني فتوحات رغوونکي وو او لکه څنګه چې خلکو ته انځورېږي؛ ويجاړوونکي او ورانوونکي نه وو.

اغلې سوګات ويلي، چې عثمانيانو به چې کومې سیمې فتح کړې، هلته يې وداني کوله، ورانی او سېزل يې نه دي کړي».

د «اذان» ناول ليکوالې له اناضول خبري اژانس سره د همدې ناول په اړه په يوه ځانګړې مرکه کې پر دې خبرې کړې، چې ولې د دې ناول ليکلو ته اړ شوه. دغه ناول د عثماني خلافت د مشهور خليفه سلطان سليمان القانوني په اړه دی، چې د ۱۵۲۰ او ۱۵۶۶م کلونو تر منځ واکمن و. د سلیمان القانوني واکمني د عثماني خلافت «طلايي دور» ګڼل کېږي.

ليکوالې ويلي، چې د ناول پېښې د ابراهيم په نامه پر يوه ځوان راڅرخي، چې د «دوشرمة» نظام کې د عثماني خلافت د هغه وخت پلازمېنې استنبول ته لېږدول شوی و، دغه نظام کې ګډون کوونکو ته دواړه ديني او پوځي روزنه ورکول کېده، چې ترې فارغ وګړي به بيا يا پوځ ته تلل او يا ترې چارواکي جوړېدل.

ليکوالې څرګنده کړې ده، چې تاريخي پېښو کې د غلطۍ نه د ځان ساتلو لپاره يې له هغو ملګرو سره مشورې کړي، د تاريخ په همدغه موده کې يې څېړنې کړې دي.

د هغې په وينا ۱۶مه پېړۍ يوه خونړۍ پېړۍ وه، خو لامل يې –لکه خلکو ته چې ښودل کېږي- عثمانيان نه وو، بلکې لامل يې د مسيحي يرغلګرو او د هغوی د دښمنانو تر منځ ټکر و.

اغلې سوګات د کروشيا او سيمې پر تاريخ ليکوالو نيوکه کړې، چې د عثمانيانو په اړه يې حقايق پټ کړي او داسې تورونه يې ورپورې تړلي، چې هغوی ترې بري دي. نوموړې څرګنده کړې، چې اذان ناول کې يې د عثماني خلافت «دوشرمة» نظام په جلا توګه وړاندې کړی دی او د کروشيا او سيمې د تاريخي کيسو په څېر نه چې ګوندې عثمانيانو د کروشيا کوچنیان په بې رحمه او وېروونکې توګه له خپلو کورنيو په زور بېلول او وړل.

دا ليکواله وايي، چې د عثماني خلافت «دوشرمة» سيستم ته د مسيحي کوچنیانو ورګډېدل له «ملوک الطوايفي نظام (Feudalism)» نه د هغوی تېښته وه، ځکه دلته د دوی مهارتونه، پوهه او د هوښيارتيا کچه له پامه غورځول کېده او دوشرمة سيستم کې يې ښوونه او روزنه ترلاسه کوله چې وروسته لوړو څوکيو ته رسېدل. د هغې په وينا زموږ سيمې ډېر عثماني وزيران وړاندې کړي دي.

سوګات دې ته اشاره کړې، چې بلکان هېوادونو کې ډېری ناولونه او کيسې د تعذيب د هغو ډولونو په اړه غږېږي، چې عثمانيانو له بنديانو سره کارولي دي، په داسې حال کې چې د تعذيب دا سيستم د بلقان ځينو پخوانيو ټولنو کاراوه او عثماني دولت نه دی کارولی.

د ليکوالې په وينا د عثمانيانو د رنګ بدولو لپاره پرله‌پسې هڅې روانې دي، چې دا خلافت يو ويجاړوونکی ځواک معرفي شي، چې ټولې هغه سيمې يې سوزولې دي، چې پرې تېر شوي دي. «خو هغوی داسې نه و، بلکې د ژوندي کولو يو خوځښت و، چې هغه سيمې او ښارونه يې ابادول چې فتح کړي يې وو».

«د عثمانيانو له راتګ وړاندې زموږ پر نهرونو يو پل هم نه و، خو د دوی له راتګ وروسته دوی هغه ودانۍ هم بشپړې کړې چې روميانو نيمګړې پريښې وې او نوې ودانۍ يې هم جوړې کړې».

کورشيايۍ ليکواله په غندنه وايي: «زموږ سيمه کې ډېرې هغه ودانۍ او جوماتونه وو، چې عثماني دور کې جوړ شوي وو، خو تر نن ورځې يوه هم پاتې نه شوه، همدا زموږ د زغم هغه کچه څرګندوي، چې موږ يې لرو!».



اعلان