پاکستان افغانستان ته: که سوله غواړئ، موږ ته ګوته نیول بند کړئ

راپورونه

پاکستان افغانستان ته: که سوله غواړئ، موږ ته ګوته نیول بند کړئ

1881

پرون کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو دویمه درې اړخیزه غونډه جوړه شوې وه.
غونډه کې ومنل شوه چې د افغانستان د مسلې حل د خبرو له لارې شونی دی.
خو خبري کنفرانس کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي تر منځ یو ډول لفظي شخړه هم وشوه.
رباني وویل چې پاکستان دې د سولې کولو له پاره خپلې هڅې زیاتې کړي. د رباني زیاته کړه چې موږ خبرو-اترو کې د پاکستان مخلص ملاتړ غواړو.
قریشي مخاطب کړ او ویې ویل، که افغانستان سوله غواړي، نو پاکستان ته ګوته نیول به بندوي.
افغان حکومت پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ تور لګوي، خو پاکستان دل دا تورونه رد کړي دي.



اعلان