"د لاجوردو له لارې اروپا سره د افغانستان سوداګري پاکستان ته ضربه ده"

راپورونه

281

تېره ورځ ولسمشر اشرف غني هرات ولایت ته تللی و او هلته یې د لاجوردو د تاریخي لارې پرانېسته وکړه.
له دغې لارې به افغانستان خپل سوداګریز توکي منځنۍ اسیا او د منځنۍ اسیا له لارې بیا اروپا ته رسوي چې د ګاډو لومړۍ جوپې په هماغه ورځ خپل سفر پېل کړ.
ولسمشر غني هرات کې جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې پاکستان ته په اشاره وویل، تېر کې په افغانستان سوداګریز بندیزونه لګول شوي وو، خو اوس وضعیت بدل شوی دی.
د پاکستان د سوداګرۍ د فدراسیون پخواني مشر او پخواني سناتور الیاس بلور امریکا غږ-اردو ته ویلي، د دغه نوي دهلېز له امله به د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخیزه سوداګري ډېره اغېزمنه شي.
بلور چې د قامپاله عوامي نېشنل ګوند غړی هم دی زیاتوي چې د دواړو هېوادونو د خرابو سوداګریزو اړیکو زیات منفي اغېز به په پښتونخوا باندې پرېوزي.



اعلان