د کونړ بمبارۍ کې وژل شویو ملکي وګړو ته غبرګون

راپورونه

د کونړ بمبارۍ کې وژل شویو ملکي وګړو ته غبرګون

1508

د کونړ ولایت په شلتن سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بمبارۍ کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ-ژوبله اوښتې.
که څه هم تر اوسه حکومت او بې پرې سرچینو د ملکي وګړو د مرګ-ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي وړاندې کړي، خو ګومان کېږي چې ګڼ شمېر ملکي وګړي به وژل شوي وي.
ځینې سرچینې وایي چې له شپېتو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.
ټولنیزو رسنیو کې دغه وژنو ته سخت او توند غبرګون ښودل شوی او په پراخه کچه غندل شوی دی.
ګڼو کسانو د حکومتي مشرانو په چوپتیا نیوکه کړې او غندلې یې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې حکومتي مشران (غني او عبدالله) د بهرنیو له لوري په ملکي مرګ-ژوبلې چوپتیا ښیي، بلکې وړاندې یې هم دغه څه کړي.
په کندز، هلمند، ارزګان او نورو ولایتونو کې د شویو بمباريو او په کې د ملکي کسانو په مرګ-ژوبلې د حکومتي مشرانو یا بېخي غبرګون نه دی لیدل شوی او یا یې بېخي پڅ او سرسري یاده کړې.
یوازې دا نه، بلکې افغان امنیتي ځواکونه چې د بهرنیو په بمبارۍ کې وژل شوي، نو حکومتي مشرانو یې په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.
ټولنیزو رسنیو کې د خلکو یوه نیوکه په حکومتي چارواکو داده چې د بهرنیو له لوري د ملکي مرګ-ژوبلې په اړه بې تفاوته دي.
ځینې وایي، چارواکي د راتلونکو ټاکنو له پاره په کمپاین او جوړ جاړیو بوخت دي چې دې له ولس لرې او ورته شا کړې یې ده.



اعلان