د ينې (ځيګر) د روغ ساتلو لپاره له دې پنځو شيانو ډډه وکړئ

روغتیا

د ينې (ځيګر) د روغ ساتلو لپاره له دې پنځو شيانو ډډه وکړئ

870

۱- شراب:
شراب اسلام کې يوه له هغو سترو ګناهونو ده چې پر څښونکي يې ځانګړی حد جاري کېدی شي. روغتياپوهان څرګندوي چې شراب د انسان روغتيا ته بې شمېره تاوانونه لري چې يو يې د ينې خرابېدل دي.

۲- ډبي بند او جوړ شوي خواړه:
هغه خواړه چې پخوا پاخه شوي وي او بيا ډبيو کې بند شوي، دغه راز جامدې شوې غوښې او نور شيان د روغتياپوهانو په اند د ساتونکو موادو د په کې کميت له امله يې ډېر کارول ضررناک دي او ښايي د څو دانو کارونه يې مرګونې ناروغۍ رامنځته کړي، لکه د ينې سرطان.

۳- بشپړ لبنيات:
د ډاکټرنو په اند شيدې او نور لبنيات هر وخت بايد ترې له غوړو ويستلو وروسته وڅښل شي، دغه راز پنېر ډېره اندازه و نه خوړل شي، ځکه هغه د حيواني او مړوونکو غوړو له سترې کچې برخمن وي.
۴- سرې غوښې:
د سرو غوښو په خوراک کې افراط کول ينې ته تاوان کوي، ځکه سره غوښه د دې غړي دنده ورو کوي او له دې امله د غذايي توکو د ميده کولو لپاره ينه ډېر زور کوي.
5- ګازي مشروبات:
د ګازي مشروباتو ډېر څښل روغتيا ته ضرر پېښوي، دا له دې امله چې په ستره کچه خوږه او کاربوهايډرايټ په کې دي. ټوله دغه خوږه بيا ينه کې راټولېږي او خلاصون ترې سختېږي، چې ښايي د التهاب په څېر د ډېرو ستونزو لامل شي.



اعلان