امریکایي چارواکی: طالبان ۲۴ ساعته امریکایي پوځیان په ډرون څاري

راپورونه

امریکایي چارواکی: طالبان ۲۴ ساعته امریکایي پوځیان په ډرون څاري

1546

یوه امریکایي چارواکي ښایي د لومړي ځل له پاره د طالبانو له لوري د ډرون یا بي پیلوټه الوتکو په کارولو اعتراف کړی وي.
ټاسک اینډ پرپوز رسنۍ د یوه لابران (لابراتوار کارکوونکي) ټام لاکهرټ له خولې لیکلي چې طالبان هره ورځ (څلور ویشت ساعته) امریکایي پوځیان په خپلو مرکزونو کې څاري.
لاکهرټ دا خبره په یوه ویډیویي بیان کې، چې یوټیوب کې شته، کړې ده.
هغه د بېلګې په ډول د تېر کال اکټوبر میاشتې یاده کړې چې په وینا یې هغه د هوایي پوځیانو یوه اډه کې و، خو هغه د دغې پوځي اډې نوم نه دی څرګند کړی.
خو د امریکا هوایي پوځیان تر ډېره بګرام او د کندهار هوایي ډګر کې مېشت دي.
رسنۍ وایي، طالبانو د ۲۰۱۶ ز کال په اکټوبر کې په لومړي ځل په هلمند کې ډرون وکاروه چې یو سرتېری برید یې فلم کړی و.
د طالبانو له لوري ډرون داسې مهال کارول کېږي چې افغان حکومت پوځي مرکزونو ته نږدې د ډرون الوتنې منع کړي.



اعلان