طالبان: د هلمند له والي وروسته زموږ کوم بل والي نه دى وژل شوى

افغانستان

طالبان: د هلمند له والي وروسته زموږ کوم بل والي نه دى وژل شوى

529

 د طالبانو د نظامي کميسون چارواکو ويلي چې د هلمند د والي ملا عبدالمنان له هدف گرځېدو وروسته د هغوي کوم بل والي يا مشهور قوماندان نه دى وژل شوى.

د ځلاند همکار د طالبانو د پوځي چارو د کميسون له مرستياله نه وپوښتل چې د رويټراژانس ته دولتي مقاماتو ويلي د طالبانو له لوري د غور او پکتيکا واليان يې وژلي دي.

طالب مشر دا عجيبه او خندوونکې دعو وگڼله او زياته کړه چې دولتي استخباراتو ته د دغو ولايتونود طالب واليانو نومونه هم معلوم نه دي او د پروپاگند په توگه فرضي راپورونه جوړوي.

له دي نه وړاندي طالبانو پر خپله ويب پاڼه هم همدغه ادعاوي رد کړې وي.

طالب مشر وويل ملا عبدالمنان د عامو طالبانو په يوه عادي کاروان کې په نښه شو، چې دښمن يې له موجوديت نه خبر نه لارهاو له هغه وروسته د دوي هېڅ مهم قوماندان نه دي وژل شوى.



اعلان