په نهو مياشتو کې لس دولتي چورلکې نسکوريدل د څه غمازي کوي؟

راپورونه

په نهو مياشتو کې لس دولتي چورلکې نسکوريدل د څه غمازي کوي؟

377

له تيرو اتو مياشتو راهيسې دا لسمه چورلکه ده چې تېره شپه يې په فارياب ولايت کې سقوط وکړ.

پوښتنه داده چې ايا دا چورلکې ټولې طالبانو رانسکورې کړې، يا ټولو تخنيکي ستونزې لرلې او که څه يې د تخنيکې ستونزو له امله او څه يې طالبابو نسکورې کړې؟
په دې اړه دولت اوطالبان دواړه ضد و نقيض ادعاوي لري.
دولت يې لامل تخنيکې عوارض گڼې، خو طالبان بيا د هرې چورلکې له نسکوريدو سر اعلان کوي، چې څرخکه يې رانسکوره کړه.
که د طالبان دعوه ناسمه وي نو ايا په هره مياشت کې د تخنيکې ستونزو له امله د يوې چورلکې نسکوريدل به نور د پېلوټانو په وژلو وارزي.
ايا دا ډول چورلکې نورې په استعمال ارزي او ايا په کال کې د دولسو چورلکو خساره د افغانستان په څېر هيواد ته کمه ده؟
په ټوله کې شننونکي په دې فکر کې دي چې ايا د دومره چورلکو نسکوريدل د چورلکو ټيټ معيار په گوته کوي او که طالبانو د دافع هوا پرمختللې وسله ترلاسه کړې؟



اعلان