ينې (ځيګر) ته پنځه ګټور او پنځه تاواني خواړه

روغتیا

ينې (ځيګر) ته پنځه ګټور او پنځه تاواني خواړه

918

د ينې د روغ ساتلو لپاره روغتياپوهان پر ځينو خوړو ټينګار کوي او له ځينو نورو د ځان ساتلو وايي.

ينه د انسان په بدن کې بنيادي غړي دي، خو ډېر خلک ښايي دې ته کافي پام و نه کړي، خو بايد خبر اوسو، چې کوم شيان چې موږ خورو او څښو، د هاضمې سيستم کې د دغه اغېزمن غړي له لوري هضمېږي.

که د ينې روغتيا ته پام و نه شي، نو د ګڼو ستونزو لامل ګرځي، چې مشهور يې د زيړي ناروغي ده، چې وينه کې د پيليروپين مادې د زياتوالي له امله رامنځته کېږي او له امله يې پوستکی، سترګې او ورۍ ژېړېږي.

پوهان وايي، چې د ينې د روغ ساتلو لپاره پنځه شيان وخورئ او له پنځو نورو ډډه وکړئ.

لومړی هغه چې بايد ويې خورو؛ دا هغه خواړه دي چې د ينې دنده ښه کوي او روغه يې ساتي، او دې سره بيا د بدن پر روغتيا مثبت اغېز پرېوځي:

۱- اوبه:
پوهان ټينګار کوي، چې د بدن د لوند ساتلو لپاره او د بدن د اوبو پوره کولو لپاره باید هره ورځ لږ تر لږه ۲ ليټره اوبه وڅښل شي، چې دا کار ينې سره د بدن د هغو زهري موادو په ويستلو کې مرسته کوي، چې بدن ورته اړتيا نه لري او يا يې نه قبلوي.

۲- مېوې او سبزيانې:

د نورو روغتيايي غذايي سيستمونو غوندې سبزيانې او مېوې زموږ د بدن روغتيا کې اساسي رول لري، دا د اکسايډ ضد دي او د هاضمې عمليه کې ډېره مرسته کوي.

۳- لوبياوې:

لوبيا او د دې ډلې نور خواړه ګڼې روغتيايي ګټې لري او خوراک يې د وينې، زړه او د رګونو د ناروغيو مخنيوي کوی، دا د هضم عمليه کې هم ستره ونډه لري.

۴- سپينې غوښې:

لکه چرګ، سويه، پيلمرغ او ټول سپين ماهيان د بدن دفاعي او د هاضمې سيستم پياوړی کوي، نو بايد وخوړل شي.

۵- قهوه او چای:

که ستا قهوه خوښېږي او که چای، دواړه ګټور دي او د روغتياپوهانو په اند د ينې دنده کې ښه والی راولي. کافيين هم دغه راز د هضم لپاره ګټور دي.

په بل مطلب کې به ۵ هغه خواړه در وپېژنو چې روغتياپوهان ټينګار کوي، چې د ينې د روغ ساتلو لپاره بايد ډډه ترې وشي.



اعلان