انټرپول د یوسف قرضاوي له نیولو لاس واخیست

راپورونه

انټرپول د یوسف قرضاوي له نیولو لاس واخیست

246

نړیوالو پولیسو (انټرپول) د وتلي مسلمان عالم او د مسلمانو علماو د ټولنې د مشر یوسف قرضاوي نوم له خپلو مطلوبو کسانو څخه ایستی دی.
ترکي رسنۍ وایي، انټرپول له غوښتونکي لېست (وانټ لېست) نه د قرضاوي نوم ایستی او اعلامیه یې هم خپره کړې ده.
اعلامیه کې ویل شوي چې انټرپول د مصري او عراقي چارواکو په غوښتنه د قرضاوي د نیولو حکم هم رد کړی دی.
د مصر پوځي ولسمشر عبدالفتاح سیسي د ترهګرۍ او د خلکو د پارولو په تور له انټرپول سره د قرضاوي د نیولو له پاره اړیکه نیولې وه.
قرضاوي په ۲۰۱۳ ز کال کې د سیسي له لوري د محمد مرسي د حکومت له چپه کولو سره مخالفت کړی و.
دغه کال کې سیسي د مرسي ټاکل شوی حکومت له منځه ویوړ او مرسي یې زندان ته ولېږه.
قرضاوي اوس زیاتره وخت قطر کې اوسېږي.



اعلان