څېړنه: ډېره غوښه خوړل د زړه د حملې او فلج کېدو ګواښ زیاتوي

روغتیا

څېړنه: ډېره غوښه خوړل د زړه د حملې او فلج کېدو ګواښ زیاتوي

215

یوه تازه څېړنه وایي، هره ورځ د غوښې خوړل او یا یې خوراک معمول جوړول د زړه د حملې ګواښ ډېروي.
دغه څېړنه چې امریکا کې کلیو لینډ کلنیک تر سره کړې، په کې ویل شوي چې د غوښې د زیات خوراک له امله په بدن کې شریانونو ته د زیان رسوونکو کیمیاوي موادو شتون لس چنده زیاتېږي.
وړاندې یوې بلې څېړنه کې هم ویل شوي وو چې د سرې (سرخي) غوښې زیات خوړل ځیګر ته زیان رسوي.
دغه تازه څېړنه چې په هارټ ژورنال کې خپره شوې، په کې ویل شوي چې د غوښې د هضم پایله کې ټرای میتالیمن این اوکساید تولیدیږي چې زیاته کچه یې د فلج، زړه حملې او له مرګ وړاندې د مړینې ګواښ زیاتوي.
دې څېړنه کې په لومړي ځل ویل شوي چې د یوې میاشتې له پاره هره ورځ د سرخي غوښې خوړل دغه ګواښ درې چنده لوړولی شي.
په ځینو ځایونو کې خو دغه ګواښ لس چنده زیات کېدای شي.



اعلان