خوب کې د خرهار بندولو لپاره دا مشروب تاسو خپله تيارولی شئ

روغتیا

خوب کې د خرهار بندولو لپاره دا مشروب تاسو خپله تيارولی شئ

1513

د خوب پر مهال خرهار يا خرېدل انسان ته د ګڼو ستونزو لامل ګرځي او په شريک ژوند کې يوه لويه ستونزه بللی شي. د دې ستر لامل روغتياپوهان په پوزه او حلق کې د بلغمي افرازاتو ډېروالی ښيي، چې له امله يې هوا په اسانۍ نه شي تېرېدی.

د روغتيا او طب اړوند «healthy-holistic-living» وېبپاڼې د دې ستونزې د له منځه وړو لپاره اسانه حل په ګوته کړی دی او دې لپاره يې داسې مشروب ښودلی چې هر څوک يې خپله تيارولی شي.

دغه مشروب يو ګيلاس کېږي چې له طبيعي توکو جوړ دی او دې برخه کې غوره پايلې ورکوي.

دا مشروب له دوو مڼو، دوو ګازرو، څلورمې برخه ليمو او يوې ټوټې ادرک يا زنجبيل نه جوړېږي، چې ټول سره له ګډولو وروسته له ويده کېدو لږ مخکې خوړل کېږي.

سرچينې ويلي، چې دې مشروب کې موجود طبيعي توکي د پوزې په سوريو او حلق کې د بلغمو د افرازاتو مخه نيسي چې له مخې يې د خوب پر مهال هوا (ساه) په اسانۍ اخيستل کېدی شي او د خرېدا ستونزه له منځه وړي.

د خوړو پوهان له خرهاره د خلاصي لپاره څو نور نصيحتونه هم کوي، هغوی وايي، چې چاکليټ خوړل بايد بند شي، له سرو شويو خوړو لاس واخيستل شي او د هغو خوړو خوراک کم شي، چې وړه په کې وي.



اعلان