پاکستان کې په ۲۰۱۸ کال کې په ګوګل ښځې ډېرې پلټل شوي

راپورونه

پاکستان کې په ۲۰۱۸ کال کې په ګوګل ښځې ډېرې پلټل شوي

784

پاکستان کې په ۲۰۱۸ ز کال کې د نړۍ په وتلي پلټونکي ماشین (ګوګل) باندې له سړیو ډېرې ښځې پلټل شوي دي.
پاکستانۍ دې نیوز لیکلي چې لومړي نمبر کې د پاکستان د لومړي وزیر درېیمه مېرمن بشری منېکا ده. منېکا له تېرو پارلماني ټاکنو وړاندې له عمران خان سره واده وکړ.
دویم نمبر کې هم ښځه ده او هغه د انګلستان د شاهي کورنۍ نوې ناوې مېګن مېرکل ده چې له شهزاده هری سره یې واده کړ.
درېیم نمبر کې هم ښځه ده. میشا شفیع پاکستانۍ سندرغاړې او ماډلره ده چې پر خپل پخواني همکار علي ظفر یې د جنسي ځورونې تورونه ولګول.
په څلورم نمبر د پاکستان د لومړي وزیر پخوانۍ مېرمن او ژورنالېسته ریحام خان ده. ریحام خان له یوه کال لږه موده د عمران خان مېرمن وه چې بیا یې طلاق واخیست.
په لومړیو لسو کسانو کې یوازې درې یې نارینه دي.
په لسم نمبر د بربنډو فلمونو پخوانۍ کارکوونکې سني لیوني ده.



اعلان