نن به د افغانستان اوترکيې ترمنځ د زمکې له لارې تجارت پيل شي

راپورونه

نن به د افغانستان اوترکيې ترمنځ د زمکې له لارې تجارت پيل شي

951

د ولسمشر د دفتر سرچېنو خبر ورکړى چې نن پنجشنبه به د افغانستان او ترکيې ترمنځ د زمکې تاريخي لاره (د لاجوردو لاره) بيا پرانيستل شي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي رسنيو ته ويلي، چې ټاکل شوې د لاجوردو لاره د پنجشنبې په ورځ رسماً د ولسمشر غني له خوا په هرات ولایت کې پرانيستل شي، چې ورسره به افغانستان یو ځل بیا په سیمه کې خپل تاریخي موقعيت تر لاسه کړي.

د لاجوردو لاره چې په تېرو وختونو کې يې ورته د ورېښمو لار هم ویله، د افغانستان له هراته د ترکمنستان ترکمن باشي بندر ته چې له کسپین بحیرې سره پروت دی، رسېږي، له کسپینه بیا اذربایجان او جورجیا هېوادونو ته، او له هغه ځایه بیا د ترکیې له لارې له ازادو اوبو سره نښلي

افغانستان کولای شي چې له دې لارې په اسانۍ سره اروپايي هېوادونو ته لاره پیدا کړي.



اعلان