د ښځو چارو وزارت د څوارلس ثانیو رپوټونه رد کړل

راپورونه

د ښځو چارو وزارت د څوارلس ثانیو رپوټونه رد کړل

173

د ښځو چارو وزارت هغه رپوټونه رد کړل چې ګنې دوی داسې یو قانون تصویب کړی چې له مخې یې د نارینه وو له لوري ښځې یا نجلۍ ته د څوارلس ثانیو د کتلو پایله کې نارینه لس زره افغانۍ جریمه کېږي.
د وزارت په وېبپاڼه خپره شوې اعلامیه کې دا خبر "کاملاً غلط" ښودل شوی دی.
وړاندې شمشاد ټلویزیون دغه خبر خپور کړی و. د شمشاد په خبر کې لیدل کېږي چې د کورنیو چارو وزارت یو شمېر چارواکې د ښځو ضد تاوتریخوالي په اړه څرګندونې کوي.
چارواکو دا هم ویلي چې که کوم نارینه پردۍ ښځه لمس کړي، نو د نغدي جریمې تر څنګ به د بند سزا هم ورکول کېږي.
ټولنیزو شبکو کې په دغه خبر فعالانو ډېرې ټوکې او ملنډې ووهلې او ځینو یې سخت مخالفت وکړ.
ځینې ګومان کوي چې د خلکو له غبرګون وروسته به ښایي وزارت دغه قانون او رپوټونه رد کړي وي.



اعلان