د ګېډې له ګازو د ځان ژغورلو لپاره دا څلور خواړه مه خورئ

روغتیا

د ګېډې له ګازو د ځان ژغورلو لپاره دا څلور خواړه مه خورئ

1663

د ګېډې ګاز له هغو روغتيايي ستړياو بلل کېږي چې انسان ډېر تنګوي، دا ګاز دغه رنګ سړي ته ډېر خجالت دروي.

د ګېډې د ګازو د مخنيوي لپاره د خوړو المانی پوه پيټينا ياجيمان لومړی د خوراکي سيستم د بدلولو ټينګار کوي، يعنې هغه خوراکونه بايد و نه خوړل شي، چې د ګازو جوړوونکي دي، لکه:

لوبيا او د دې کورنۍ ټول خواړه

کرم يا بند ګوپي.

د مېوې خوږه (فرکټوز) چې په جوسونو او حلواګانو کې وي.

ګازي مشروبات يا هغه مشروبات چې کربونيک اسيد لري.

دغه المانی پوه ټينګار کوي چې له خوراک وروسته قدم وهل مهم دي ځکه حرکت د کولمو دنده کې ښه والی راولي.

د هغه په وينا که د ګازو د مخنيوي لپاره دې لارو چارو کار ور نه کړ، نو دغه وخت له روغتياپوه سره مشوره اړينه ده، ځکه کېدی شي د کولمو د ځينو التهابونو يا عصبي قولون کې د ستونزې له امله وي.

پر دې سربېره د ګېډې ګاز ښايي د معدې د سوي لامل هم شي چې له امله يې انسان له نورو ستونزو سره مخ کېدی شي.



اعلان