په وټسپ د خپلې کوژدنې د احمقې ګڼلو سزا ۶۰ ورځې بند او پنځه نیم زره ډالر جریمه

پام وړ

په وټسپ د خپلې کوژدنې د احمقې ګڼلو سزا ۶۰ ورځې بند او پنځه نیم زره ډالر جریمه

189

د متحده عربي اماراتو په ابوظبی کې یو کس په وټسپ پېغام کې خپله کوژدنه (نامزاده) احمقه ګڼلې چې کوژدنې یې ترې شکایت کړی دی.
د اماراتي الیوم رسنۍ د رپوټ له مخې، د نارینه کوژدنې ویلي چې دا زما بې عزتي ده.
خو هلک وایي چې ما د ټوکې په ډول دا خبره کړې وه. اوس هلک ته شپېته ورځې د بند سزا ورکړل شوې او شل زره درهم جریمه هم پرې لګول شوې ده.
شل زره درهم نږدې پنځه نیم زره ډالر کېږي.
اماراتو کې د ټولنیزو رسنیو له لارې پېغام کې د دغه ډول خبرو استول سایبري جرم ګڼل کېږي او شونې ده چې تر لس لکه درهمو پورې جریمه ولګول شي.



اعلان