د افغان سولې نوې هڅې او احتمالي اندېښنې

نظر او تحليل

د افغان سولې نوې هڅې او احتمالي اندېښنې

337

د ډونالډ ټرمپ اداره پر افغانستان د امریکا د جګړې درېیمه هغه ده چې دې پېټي ته اوږه ورکوي. خو ټرمپ د تېرو دوو ولسمشرانو پرخلاف له یوې غیر سیاسي او سوداګرۍ له مخېینې سره د سیاست پېچلې دنیا ته راغلی. پر دې اساس د ټرمپ او تېرو ادارو سیاسي لومړیتوبونه پاموړ توپیرونه لري. د ټرمپ تر ټولو ښه ځانګړنه به دا وي چې د پېچلیو سیاسي او پوځي سیالیو پر ځای پر سوداګرۍ او راکړې ورکړې باور لري. که په افغانستان کې د امریکا جګړې او پوځي حضور ته له دې زاویې وګورو؛ نو د ټرمپ راتګ سره دا هیلې پنځېدلې چې امریکا د افغانستان د بې‌مفهومه جګړې دوام ته ډېره لېواله نه ده. د ده نظر سیاست ته یوازې د اقتصادي ګټې او بایلات له زاویې دی. د افغانستان جګړه بیا امریکا ته نه یوازې دا چې عاید نه لري بلکې لګښت لا غواړي؛ ځکه ټرمپ ته دغه جګړه په زړه پورې نه برېښي او پر دې فکر کوي چې څنګه دا ربړه اواره کړي.

هیلې

په دې اساس واک ته د ټرمپ رسېدا د افغان سولې په تړاو هیلې زیاتې کړې. دا هیلې هغه مهال لاپسې زیاتې شوې چې د امریکا حکومت سپټمبر کې خپل پخوانی افغاني الاصله ډیپلوماټ، زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره خپل استازی وټاکه. خلیلزاد له خپلې ګومارنې سره سم د افغانستان، پاکستان او قطر په ګډون د سیمې هېوادونو ته د سفرونو لړۍ پیل کړه. دمګړۍ خلیلزاد پر خپل درېیم سفر بوخت دی چې د ډسمبر له ۲مې پیل شوی او د روانې میاشتې تر ۲۰م به دوام ولري. خلیلزاد په خپل دویم سفر کې د ملا فاضل او ملا خیرالله خیرخوا په ګډون د طالبانو له استازو سره درې ورځې خبرې وکړې. تمه ده چې خلیلزاد به د روان سفر په جریان کې هم طالبانو سره وګوري.

له بلې خوا د خلیلزاد له ګومارنې وروسته طالبانو هم د ګوانتانامو پنځه تنه پخواني بندیان د قطر سیاسي دفتر د غړو په توګه وګومارل. ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخوا، ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي عمري پنځه تنه طالب مشران چې په پوځي برخه کې يې پخوا مهمې دندې ترسره کړي دي اوس د دې ډلې د سیاسي استازولۍ برخه شول. د طالبانو په سیاسي دفتر کې د دغو پنځو تنو زیاتونې وښوده چې طالبان هم د خبرو نویو پړاوونو ته چمتووالی نیسي؛ ځکه د طالبانو په لیکو کې د دغو پنځو مشرانو مخېينه ښيي چې سیاسي بهیر کې د دوی حضور دغې پروسې ته لا اعتبار ورکوي.

اندېښنې

د خلیلزاد د هڅو او خبرو په دوام، ځیني لوړ پوړي امریکايي چارواکي یو لړ داسې څرګندونې کوي چې ښايي د خبرو اترو بهیر زیانمن کړي. ټرمپ واشنګټن پوسټ سره په خبرو کې وویلې «کله چې له کارپوهانو د افغانستان د جګړې په اړه پوښتنه کوم، وايي که افغانستان کې جګړه ونه کړو، ښايي په کوردننه جګړه وکړو». د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل له افغانستانه د وتلو بیه تر حضوره لوړه ده. تازه د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر، جنرال جوزیف ډینفورډ هم په افغانستان کې د امریکا پر پوځي شتون ټینګار کړی. ډینفورډ ویلي د امریکا حضور په افغانستان کې د القاعدې او داعش وړتیا کمزورې کړې او که امریکا په افغانستان کې نه وي دغه ډلې به بیا خپل ظرفیتونه لوړ کړي او داسې پېښې به رامنځ ته کړي لکه د سپټمبر یوولسمې. تر ده وړاندې د دفاع وزیر جېمز مټیس ویلي و، چې د امریکايي پوځیانو د حضور او وتلو بحث به د سولې له خبرو وروسته مطرح کېږي. معنا دا چې د پوځیانو د حضور بحث د سولې خبرو کې نه دی شامل.

طالبانو هم د ورته څرګندونو او اندېښنو په غبرګون کې په یوې اعلامیه کې د بهرنیانو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی. طالبانو ویلي «له افغانستان څخه د نورو هېوادونو لپاره د تهدید تصور هېڅ واقعیت نه لري، افغانانو نه د چا په ضرر ګام اخیستی، نه یې د نورو هېوادونو په مسائلو کې مداخله کړې او نه یې هم له دې وروسته اراده لري». طالبانو دغه اندېښنه «غلطه فرضیه» بللې او ویلي يې دي چې دغه تبلیغاتي جګړه د اتلس کلنې جګړې لامل شوه.

طالبانو پر خپله رسمي وېب پاڼه په یوه تبصره کې د امریکایانو پر وروستیو شپنیزو عملیاتو او چاپو بحث کړی او په پای کې يې ګواښ کړی چې ښايي له مقابل لوري سره د خبرو د کولو یا نه کولو په باب له سره غور وکړي.

په تېرو څو ورځو کې د طالبانو او امریکایانو له لورې وروستیو دریځونو دا اندېښنې راولاړې کړي چې د سولې د نوو ټوکېدلیوهیلو د مړاوي کېدو وېره یې پیدا کړې. په دې تړاو څو ټکي د پام وړ دي:

لومړی: امریکایان او طالبان تر اوسه د مذاکراتو پړاو ته نه دي داخل شوي. تر اوسه دواړه غاړې د «خبرو په اړه» خبرې کوي. دا پېچلې مرحله ده؛ ځکه چې پر اصلي موضوعاتو لا خبرو ته نه دي رسېدلي؛ نو طبعي ده چې د جګړې په ډګر کې به هر لوری د پخوا په څېر د لا زیات فشار د واردولو هڅه کوي. یوازې هغه وخت کولای شو چې د جګړې په ډګر کې د فشار د کمېدلو هیله وکړو چې خبرو کې پرمختګ وشي یا هم که اوربند ته ورسېږي.

دویم: د امریکا اداره د سولې د خبرو په تړاو وېشلې ده. لا هم د امریکا په اداره کې جنګ‌غوښتونکی لوری خپل مهم رول لري. بناً په دې مرحله کې هڅه باید دا وشي چې جګړه غوښتونکی ذهنیت لا منزوي شي او عملاً ثابته شي چې د افغانستان جګړه د امریکا د ولس ګټې نه ساتي او یوازې یوه بې‌مفهومه جګړه ده. تېره اوونۍ واشنګټن پوسټ او فارین پالیسي داسې مطالب خپاره کړل چې په یو ډول یې د سولې هڅې بابېزه ګڼلې. په داسې حساس وخت کې په رسنیو کې د داسې مطالبو خپرېدا ښيي چې جګړه‌غوښتونکي جهتونه هم امریکايي سیاست کې فعال دي.

درېیم: افغانان تر بل هر چا سولې ته اړتیا لري؛ ځکه د روانې جګړې قربانیان افغانان دي. نو کله چې بهرني لوري د خبرو لپاره ګام پورته کوي، نه ده په کار چې افغان لوري يې د ودرولو ګواښ وکړي. په کار ده چې افغانان د ټرمپ د ادارې له دغه فرصته استفاده وکړي او امریکایان ډاډه کړي چې ستاسو حضور تاسو ته سرخوږي جوړوي؛ خو ستاسو وتل به تاسو ته هېڅ ډول ګواښ رامنځ ته نه کړي.

څلورم: د خبرو اترو روان بهیر د اوږدو هڅو او منډو ترړو پایله ده چې مختلفو نړیوالو جهتونو په کې رول لوبولی دی. په دومره پراخه کچه له نړیول ملاتړه برخمنې خبرې باید په اسانه له ګواښ سره مخ نه شي. معمولاً په نړیوالو اړیکو کې د دولتونو یا جهتونو ترمنځ د خبرو لړۍ هغه وخت پرې کېږي چې یو لوری یو ستر تخلف وکړي.

د دغو ټکو په پام کې نیولو سره په کار دي چې له شته فرصته ګټه پورته شي. سیاست د فرصتونو د مدیریت لوبه ده. خبرې کول الزاماً په دې معنا نه دي چې ګواکې دواړه لوري «رښتیني» دي. په ډیپلوماسي کې د «رښتینوالي» هیله مناسبه نه ده. د ډیپلوماسۍ یو تعریف له سوله‌ییزو لارو خپلو اهدافو ته رسېدل یاد شوی. د خبرو د دوام معنا دا ده چې دواړه لوري فکر کوي چې خپلو موخو ته د تفاهم له لارې رسېدای شي؛ نو لازمه نه ده چې د جګړې پر ماشین خپلې سرچینې ولګوي.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په پار!

 

 



اعلان