څومره اندازه چپس خوړل بې‌ضرره دي؟

روغتیا

څومره اندازه چپس خوړل بې‌ضرره دي؟

255

له څېړنو سره سم هغه خلک چې سره کړي الوګان يا چپس اوونۍ کې دوه يا درې ځله خوري پر چاغښت، د زړه او د وينې د رګونو پر ناروغۍ او شکره د اخته کېدو ګواښ يې ډېر دی.

پوهانو د سرو شويو الوګانو هغه اندازه په ګوته کړې، چې که خلک يې وخوري نو روغتيا ته يې تاوان نه پېښېږي.

پروفيسر هارورډ ايريک ريما په دې اړه يوه څېړنه ترسره کړې، چې پر «The sun» وېبپاڼه خپره شوې ده. څېړنه کې ويل شوي دي، چې د الوګانو يوه کوچنۍ ټوټه چې له ۴۰ تر ۴۵ اوږدو ټوټو کېږي، د زړه پر ناروغيو د اخته کېدو ګواښ زياتوي.

له دې سره سره که څوک تمرين (ورزش) کوي، خوب يې ښه وي او په سهي توګه خواړه خوري، نو تر شپږو ټوټو سره شوي الوګان خوړل به خوندي وي.

وړاندې په يوه ورته څېړنه کې د ايټاليا پوهانو ويلي و، چې هغه کسان چې په خپلو خوړو کې سره کړي الوګان ډېر نه کاروي، په متوسط ډول له نورو خلکو ۶ مياشتې ډېر ژوندي پاتې کېږي. خو د چپسو خوښوونکي کسان بيا ډېر پر شکره، چاغښت او د زړه پر ناروغيو د اخته کېدو له ګواښ سره مخ وي.



اعلان