ستاسو په جېب کې د سرو زرو کان دی؟

پام وړ

ستاسو په جېب کې د سرو زرو کان دی؟

215


  Zalaandhttp://zalaand.af/ طالبان وایي، د ملکي وګړو د وژنو له امله امریکا سره د خبرو پرې کولو باندې غور کېدای شي ارزګان کې د بهرنیو ځواکونو بمبار افغان امنیتي ځواکونه وژلي طالبان: امریکا افغانستان د تجزیې پر پولو ودرولی "د امریکا پوځي ګامونه جګړه زیاتوي، له افغانستانه باید ووځي" لاس انجلس ټايمز: ټرمپ غواړي تر راتلونکي اپريل پورې طالبانو سره رسمي خبرې پيل کړي د سولې مخالفینو ته د خلیلزاد خبرداری: ملاتړ مو وکړئ، د امریکا د دایمي ملاتړ هیله مه لرئ شنونکي د افغان کړکېچ د اواري برخه کې د امريکا پر نيت شکمن دي څېړنه: د افغانستان روانه جګړه کې د امريکا نږدې څلور زره قرارداديان وژل شوي عمران خان: امريکا را نه د خپلې جګړې د پر مخ وړو غوښتنه کوي، خو موږ به يې و نه کړو ایران: امریکا داعش ترهګر افغانستان ته ولېږدول ستاسو په جېب کې د سرو زرو کان دی؟

وخت: 09:16 GMT | 2018-12-10 09:04:56

لیکوال:ځلاند وېبپاڼه | برخه | پام وړ

ستاسو په جېب کې د سرو زرو کان دی؟ A+ A A-

6

 

که ووایو چې ستاسو په جېب کې د سرو زرو کان دی، نو تاسو به یې ومنئ؟
بلکل، دا خبره سمه ده او سمه ځکه ده چې ستاسو ځیرک موبایل او ډېرو نورو برقي الاتو کې په کافي اندازه سره او سپین زر کارول کېږي.
له یوه کان څخه د څلورو ګرامو سرو زرو ایستو له پاره سلګونه ځایونه پلټل کېږي، خو د ځیرک موبایل، ټېبلېټ، لېپ ټاپ او د ورته نورو برقي الاتو له یوه ټن ګند (غورځول او کارول شویو الاتو) څخه نږدې ۳۵۰ ګرامه سره زر ترلاسه کېږي.
د جاپان پلازمېنې توکیو کې د ۲۰۲۰ ز کال د اولمپک لوبو د مېډالونو له پاره له پخوانیو او نا کارول شویو الاتو څخه سره او سپین زر ایستل کېږي.
یانې د نړۍ تر ټولو مهمو لوبو له پاره مېډالونه له کارول شویو برقي الاتو څخه جوړېږي.
د تېر کال اپرېل کې د جاپان د اولمپک لوبو جوړوونکو له خلکو وغوښتل چې برقي الات د غورځولو پر ځای دوی ته وقف کړي.
چارواکو تر اوسه له ورکړل شويو برقي ناکاره الاتو څخه ۱۶.۵ کلو سره او ۱۸۰۰ کلو سپین زر ایستي دي او دغه چاره لا روانه ده.



اعلان