پولیسو د دوه ډالرو غلا مالومولو له پاره پنځه سوه ډالر لګولي

پام وړ

پولیسو د دوه ډالرو غلا مالومولو له پاره پنځه سوه ډالر لګولي

291

د تایوان تایي پي ښار کې د محصلینو یوه لیلیه کې یوې ښځې د بلې مستې خوړلې وې چې دې سره هغې له پولیسو د مستو د خوړونکې مالومول وغوښتل.
پولیسو هم منلې. دا چې د مستو د خوړولو لږ وخت تېر شوی و، خو د مستو له بوتل د ګوتو (فنګر پرنټ) اخیستلو کار نه کاوه، نو پولیسو د پنځو ښځو ډي این ای (DNA) ټیسټ واخیست.
د ټیسټ پایله کې د مستو خوړونکې ښځه مالومه شوې، خو نوم یې نه دی څرګند شوی.
د مستو د بوتل قیمت ۱.۹۲ ډالر و، خو د یوه خوړونکي شخص په مالومولو پنځه سوه ډالر ولګېدل، ځکه یو ډي این ای ټیسټ په ۹۸ ډالر شوی.
ځایي مالیه ورکوونکو خلکو د پولیسو دغه کړنه غندلې او دا یې د وخت او د دوی د پیسو ضایع کېدل بللي.
یوه کس ایپل ډایلي ورځپاڼې ته ویلي، که زه پولیس وم، نو دغې ښځې ته مې د مستو یو بل بوتل اخیست.



اعلان