د این سټاین په لاس لیکل شوی لیک په نږدې درې میلیونه ډالرو پلورل شوی

پام وړ

د این سټاین په لاس لیکل شوی لیک په نږدې درې میلیونه ډالرو پلورل شوی

350

البرټ این سټاین د نړۍ د څو لویو کسانو په کتار کې راځي او یهودانو کې له حضرت عیسی (ع) وروسته مشهور شخص ګڼل کېږي.
دغه مشهور ساینسپوه ته یو ځلې د اسراییلو د ولسمشر کېدو وړاندیز هم شوی و، خو ده رد کړی و.
د این سټاین یو لیک چې ده په ۱۹۵۴ ز کال کې لیکلی و، د تمې خلاف قیمته خرڅ شوی دی.
تمه وه چې دغه لیک به تر پنځلس لکه ډالرو پورې وپلورل شي، خو نیویارک کې په نهه ویشت لکه ډالرو اخیستل شوی دی.
این سټاین دغه لیک کې د خدای (ج) د شتون او انجیل په اړه لیکل کړي دي.
له لیک ښکاري چې نوموړی په خدای (ج) باور نه لري او انجیل له غلطیو او کیسو خالي نه ګڼي.
خو د این سټاین له ژونده مالومېږي چې د خدای (ج) او مذهب په اړه یې نظریات وخت په وخت بدل شوي دي.
هغه یو ځل په پنځوس کلنۍ کې ویلي وو چې زه ملحد نه یم.
خو این سټاین له یهودي کورنۍ څخه وه. په کاتولیک ښوونځي کې زده کړې کړې وې. هغه یو ځای لیکي چې په دولس کلنۍ کې غېر مذهبي شوی وو.
داسې ښکاري چې پورته لیک یې هغه مهال لیکلی چې این سټاین په خدای (ج) باور نه درلود.
این سټاین جرمني کې اوسېده، خو ویل کېږي د هټلر د کړنو له امله په ۱۹۳۰ کلونو کې امریکا ته لاړه او هلته یې د امریکا اټومي پروګرام کې پام وړ رول ولوبوه.

 



اعلان