د پاکستان پوځ: پښتون ژغورنې غورځنګ دې موږ زور کارولو ته نه اړ کوي

سيمه او نړۍ

د پاکستان پوځ: پښتون ژغورنې غورځنګ دې موږ زور کارولو ته نه اړ کوي

286

د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) په اړه ویلي، دوی دې له هغه برید څخه نه اوړي، چې موږ زور کارولو ته اړ او کنټرول یې کړو.
د پوځ ویاند اصف غفور راولپنډۍ کې خبري کنفرانس ته ویلي، دوی هغه لوري ته ځي، چېرته چې به موږ خپل واکونه وکارولی شو.
غفور زیاته کړې، د پي ټي ایم درې غوښتنې وې چې منل شوي.
د غفور په وینا، د خښ کړل شویو ماینونو ایستل، د ورکو کسانو محکمه کول (موندل) او د امنیتي ځواکونو د څوکیو (پوستو) لرې کول هغه درې غوښتنې وې منل شوي.
خو پي ټي ایم وایي چې د دوی شپږ غوښتنې دي چې د پورتنیو تر څنګ یې یوه کراچۍ کې د نقیب الله محسود د وژونکي راو انوار محاکمه کول دي.
راو انوار ته تر اوسه سزا نه ده ورکړل شوې.
پي ټي ايم ځان پاکستان کې د پښتنو د حقوقو غوښتونکی بولي چې تر اوسه یې د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې لویې غونډې کړي او د ډېرو پښتنو ملاتړ یې راخپل کړی دی.



اعلان