محکمې د اخوان المسلمین مشر او مرستیال ته بیا ځلې د عمري بند سزا ورکړه

سيمه او نړۍ

محکمې د اخوان المسلمین مشر او مرستیال ته بیا ځلې د عمري بند سزا ورکړه

85

د مصر پلازمېنې قاهره کې یوې جنایي محکمې د دویم ځل له پاره د اخوان المسلمین مشر محمد بدیع او د هغه مرستیال خېرت الشاطر ته د عمري بند سزا اورولې ده.
عرب نیوز لیکلي، دوی ته دغه سزا د ۲۰۱۳ ز کال د تاوتریخوالي له امله اورول شوې ده.
په ۲۰۱۵ ز کال هم محکمې دوی ته دغه سزا ورکړې وه.
په ۲۰۱۳ ز کال کې د هغه مهال د دفاع وزیر او اوسني ولسمشر عبدالفتاح السیسي په مشرۍ پوځ کودتا وکړه او د اخواني محمد مرسي حکومت یې له نږدې دوه کلونو واکمنۍ وروسته چپه کړ.
اخوان د ۲۰۱۱ ز کال ټاکنې ګټلې او حکومت یې جوړ کړی و.
د یادو دوه کسانو تر څنګ د اخوان پورې تړلو څلورو نورو کسانو ته هم د بند سزا اورول شوې.
دغو کسانو کې یو د مرسي د حکومت پر مهال د پارلمان مشر او یو پخوانی وزیر دی.
دوه نور کسان د اخوان وتلي غړي دي.



اعلان