"واده راته وکړئ، ګنې ځان د برېښنا له ستنې غورځوم"

پام وړ

2569

د پاکستان ستر ښار کراچۍ کې د شاکر په نوم یو تن د برېښنا لوړې ستنې ته ختلی و او د واده کولو غوښتنه یې کوله.
ایکسپریس نیوز لیکلي، دغه کس کورنګی سیمه کې ستنې ته پورته شوی و او ویل یې که واده ور و نه کړي نو ځان به له ستنې لاندې راوغورځوي.
کله چې د برېښنا اداره خبره شوه، نو برېښنا یې پرې کړه او د شاکر د ژغورنې تدابیر یې ونیول.
خلکو چې دغه کس ولیده، نو ور ټول شول چې له امله یې لارې بندې شوې.
ټولنیزو شبکو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې خلک له شاکر نه د لاندې راښکته کېدو غوښتنه کوي.
د ډېرو خلکو له ټینګار او دا چې د واده کولو غوښتنه یې پوره کېږي، نو شاکر لاندې راښکته کېدو ته چمتو شي.
شاکر اوس پولیسو نیولی او د ځان وژنې مقدمه یې پرې جوړه کړې.



اعلان