د بوش وروستۍ خبرې: زه جنت ته ځم

سيمه او نړۍ

د بوش وروستۍ خبرې: زه جنت ته ځم

2432

امريکايي رسنيو د امريکا د يو څلوېښتم ولسمشر، جورج بوش، چې د ۹۴ کلنۍ په عمر د شنبې په ورځ په واشنګټن کې مړ شو، وروستۍ خبرې راپور کړي دي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې د بوش کورنۍ د سرچينو په حواله ليکلي دي چې په کورنۍ کې بوش وروستی ځل له خپل زوی بوش سره پر ټليفون خبرې کړې دي. رسنۍ راپور ورکوي چې زوی خپل پلار ته وويل چې ته ښه پلار وې، هغه يې ځواب کې وويل چې پر ما هم ګران يې.
دغه راز رسنيو د پخواني بهرنيو چارو وزير، جېمز بېکر، له خولې ليکلي دي چې د بوش وروستی خبرې د هغه له زوی سره وې. هغه له اې بي سي شبکې سره په خبرو کې ويلي دي چې کله چې د هغه يو مرستيال ورته وويل چې بېکر غواړي له بوش سره وګوري، هغه سترګې پرانيستې او د ښه راغلاست په توګه يې ورته وويل: چېرته ځو؟
بيکر وويل: جنت ته ځو. بوش وويل، ښه خبره ده، همدغه ځای ته تلل غواړم. بېکر دغه راز ويلي دي چې د بوش وروستۍ خبرې له زوی بوش سره وې چې ويې ويل: پر ما هم ګران يې.



اعلان