کابل: د ولسي جرګې ټاکنو کې اچول شوې رايې باطلې اعلان شوې

افغانستان

کابل: د ولسي جرګې ټاکنو کې اچول شوې رايې باطلې اعلان شوې

59

د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کميسيون خبر ورکړی دی، چې د ولسي جرګې تېرو ټاکنو کې کابل کې اچول شوې رايې ټولې باطلې دي. دې کميسيون ويلي دي، چې د کابل رايې له دې امله باطلې اعلان شوې، چې پراخه درغلي په کې شوې ده.

د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کميسيون وياند علي رضا روحاني نن خبريالانو ته وويل، چې رايې د کميسيون د پرېکړې له مخې د حقوقي دلايلو په بنا باطلې اعلان شوي او دا پرېکړه له دقيقې اروزونې وروسته شوې ده.

بي بي سي د دې کميسيون د نورو چارواکو له خولې ليکلي، چې ښايي د وردګو او فراه په ګډون د ځينو نورو ولايتونو رايې هم باطلې اعلان شي.

ياد کميسيون ګوتڅنډنه کړې، چې د کابل ولايت ځينې ټاکنيز چارواکي به له دندو لرې او ان نغدي جريمه شي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون لا تر دې دمه په دې اړه خپل دريځ نه دی څرګند کړی.

د يادونې وړ ده چې ولسي جرګه کې د کابل ټولې ۳۳ څوکۍ ځانګړې دي، خو تېرو ټاکنو کې شاوخوا ۸۰۰ کسان دې څوکيو ته نوماند وو.



اعلان