روسي لوی درستيز: هر هېواد چې امريکايي راکټونه په کې نصب وي ښايي د روسيې له خوا پرې بريد وشي

سيمه او نړۍ

روسي لوی درستيز: هر هېواد چې امريکايي راکټونه په کې نصب وي ښايي د روسيې له خوا پرې بريد وشي

490

روسي لوی درستيز هغو هېوادونو ته ګوتڅنډنه کړې چې امريکايي لنډه او متوسطه نښه ويشتونکي راکټونه په کې نصب دي او ويلي يې دي چې دغه هېوادونه ممکن د روسيې له لورې هدف شي.
روسي رسنۍ ليکي چې جنرال ګيراسموف دوی نور له امريکايانو سره د راکټونو په اړه شويو تړونو ته ژمن نه دي، ځکه چې امريکايان له دغو تړونو څخه ووتل او د پای ټکی يې ورته کېښود.
روسي لوی درستيز دغه څرګندونې پرون، د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې يوه داسې غونډه کې وکړې چې پر روسي سربېره، د نورو هېوادونو ګډون وال هم په کې وو. هغه وويل چې له لنډو او متوسطو نښه ويشتونکو راکټونو له تړون څخه د امريکايانو وتل يو خطرناک کار دی او پايلې به يې ښې نه وي.
ياد جنرال ويلي دي چې تاسې د پوځي کارپوهانو په توګه پوهېږئ چې په دغو سيمو کې چې د امريکا خاورې نه دي، امريکايي راکټونه کېدای شي د روسيې له لورې نښه شي او په دغه ترتيب د اروپا امنيت خراب شي.
د يادونې وړ ده چې پوتين هم ويلي دي چې له ياد تړون څخه د امريکايانو د وتلو په صورت کې به د دوی مناسب ځواب ورکړو.



اعلان