ناټو: تر ۲۰۲۴ پورې به افغانستان کې پاتې شو

راپورونه

ناټو: تر ۲۰۲۴ پورې به افغانستان کې پاتې شو

194

د ناټو سرمنشي انډريس سټولټنبرګ تېره ورځ خبر ورکړ، چې د ناټو تړون له پرېکړې سره سم به د دې تړون ځواکونه تر ۲۰۲۴ کال پورې افغانستان کې پاتې شي. نوموړي دا خبرې بروکسل کې کړې دي.
د ناټو سرمنشي د دې تړون د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه کې څرګنده کړه: «موږ پرېکړه کړې چې افغانستان کې خپل حضور تر ۲۰۲۴ کال پورې وغځوو څو افغان ځواکونه د دې جوګه کړو چې د سيمې امنيت وساتي».
سټولټنبرګ په څرګنده دا و نه ويل، چې ايا له دې مودې وروسته به له افغانستانه ووځي او که نه؟ هغه څرګنده کړه چې دې هېواد کې به د ناټو حضور تر هغه دوام وکړي چې شرايط يې غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال مېلر ويلي، چې د افغان کړکېچ د پای ته رسولو د هڅو تر څنګ به پوځي عمليات هم روان وي. په وروستيو ورځو کې د امريکا د براون پوهنتون اړوند «واټسون» انسټيټيوټ هم دې ته اشاره کړې، چې د امريکا دفاع وزارت له خپل حکومت نه تر ۲۰۲۳ کال پورې افغانستان او نورو هېوادونو کې د جګړې غځولو لپاره ځانګړې بوديجه غواړي.
د ناټو او امريکايي مشرانو دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو د ماموريت لپاره د امريکا ټاکل شوی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد په همدې پار د سيمې پر دريم سفر بوخت دی. هغه له دويم سفر وروسته وويل چې ښايي په راتلونکو ۶ مياشتو کې طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي. خو شنونکي د ناټو او امريکايي لوړپوړ چارواکو وروستيو څرګندونو ته په کتو د سولې په اړه د امريکا پر نيت د شک څرګندونه کوي.



اعلان