د پاکستان سنا مجلس: د افغانستان استخباراتي ادارې چارواکو ته پاکستاني شناختي کارتونه ورکړل شوي

افغانستان

د پاکستان سنا مجلس: د افغانستان استخباراتي ادارې چارواکو ته پاکستاني شناختي کارتونه ورکړل شوي

881

د پاکستان د سنا مجلس ویلي، د پاکستان شناختي کارتونو ملي ادارې (نادرا) د افغانستان د استخباراتي ادارې چارواکو ته پاکستاني شناختي کارتونه ورکړي دي.

د ډان نیوز د رپوټ له مخې، د پاکستان د سنا مجلس د کابینې د سکرتریت د کمېسیون مشر طلحه محمود زیاته کړې چې یو شمېر عامو افغانانو او تاجیکانو ته شناختي کارتونه ورکړل شوي، خو د ځینو يې تر اوسه نه دي بند (بلاک) کړي دي.

محمود چې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام (ف) ډلې غړی هم دی ویلي يې دي چې د بهرنیو خلکو لړلیک استخباراتي ادارې (ای بي) ته سپارلی چې هغوی به څېړنې وکړي.

رپوټ کې دا نه دي ویل شوي چې د افغانستان د استخباراتي ادارې چارواکي چې پاکستاني شناختي کارتونه ورکړل شوي، ایا د پاکستان ځري او د پاکستان د ګټو له پاره کار کوي او که نه؟.

د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د پاکستان د استخباراتو د نفوذ په اړه اندېښنې شته. موده وړاندې جلال اباد کې یوې محکمې د افغان پوځ دوه تنو منسوبینو ته د بند سزا واوروله.



اعلان