د پښتورګو له ناروغیو د ځان ساتلو له پاره ګټور خوراکونه

روغتیا

د پښتورګو له ناروغیو د ځان ساتلو له پاره ګټور خوراکونه

761

پښتورګي (ګردې) زموږ د بدن له مهمو غړو څخه دي. پښتورګي زموږ له بدن څخه زیاتي (اضافي) مواد خارجوي او د بدن مالګه، پوتاشیم او اسید هم کنټرولوي.

د پښتورګو ناروغۍ ډېرې دردوونکې او ان د مرګ لامل هم کېدای شي. خو ځینې داسې خوراکونه شته چې په خوړولو سره يې تاسو له دردوونکو ناروغیو څخه ځان ساتلای شئ.

اوبه:

د ورځې په اوږدو کې په مناسبه کچه د اوبو څښل کولای شي چې تاسو د پښتورګو له ناروغیو څخه وساتي. د برتانيې د ډربی شاهي روغتون د یوې څېړنې له مخې، کله چې په پښتورګو کې اوبه لږې شي، نو په وینه کې د زهرجنو موادو فلټر راکمېږي او راټول شوي زهرجن مواد د پښتورګو د کار پرېښودو لامل ګرځي. کله چې کوم پښتورګی کار پرېږدي، نو بیا د بل پښتورګي لګول (پیوند) اړین ګرځی.

پياز:

د پياز خوړل د پښتورګو فعالعیت سمولو کې مرسته کوي. پياز په شریانونو کې د چربۍ (غوړو) راټولېدل له منځه وړي او د دې تر څنګ د زړه او سرطان د ناروغیو ګواښ هم کموي.

هوږه:

د پيازو په څېر هوږه هم د پښتورګو روغتیا ته ګټوره ده. په ځانګړي ډول د هوږې اوبه د پښتورګو له پاره ډېر ګټور بلل کېږي.

ګلپي:

ګلپي هم د پښتورګو له پاره ګټور بلل کېږي، ځکه دا ويټامین سي او فایبر لري. دغه راز د ځیګر له پاره هم ګټور دی.

مڼه:

مڼه له وټامینونو، منرالونو او فایبر څخه ډکه مېوه ده. مڼه د زړه د ناروغیو، سرطان، شکر او ور سره د پښتورګو له پاره ګټوره مېوه ده. شکر د پښتورګو د فعالیت د ودرېدو لامل کېدای هم کېدای شي. د مڼې خوړلو کولای شي چې د پښتورګو ډېرې ستونزې حل کړي.

د لیمو اوبه:

د لیمو اوبه په ډېره اندازه ویټامین سي او سترک اسید لري چې د پښتورګو د ستونزو د حل لامل کېدای شي. سهار مهال یا له ډوډۍ مخکې د لیمو د اوبو څښل مو د پښتورګو له ناروغیو ژغورلای شي.



اعلان