پېښور: له لویو موټرو د طالبانو په نوم پېسې اخیستل کېږي

سيمه او نړۍ

پېښور: له لویو موټرو د طالبانو په نوم پېسې اخیستل کېږي

180

پېښور کې ځینو کسانو ادعا کړې چې افغانستان ته له هر تلونکي لوی موټر (ټېلر) څخه پنځه زره پاکستانۍ روپۍ (کلدارې) د طالبانو په نوم اخیستل کېږي.

ډان نیوز د سید ظاهر په نوم د یوه چارواکي له خولې لیکلي چې دغه پېسې د نامالومه کسانو له لوري اخیستل کېږي او د پېسو پر مهال یو لیک هم ورکول کېږي چې د "افغانستان د اسلامي امارت" نوم او نور اړوند تفصیلات پرې لیکل شوي وي.

رسنۍ وايي، کله چې مو د مېوې او ترکارۍ منډیو کې له ځینو سوداګرو او موټر چلوونکو سره اړیکه ونیوله، نو هغوی د دغې پېسو اخیستل تایید کړل.

یوه سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د پېسو اخیستل سم دي، خو دا مالومه نه ده چې دا کسان افغان طالبان دي او که نه؟.

ده ویلي، د دغو پېسو اخیستل له تېرو دوه میاشتو راهیسې روان دي چې دوه موټر سایکل سپاره راځي او افغانستان ته له تلونکو موټرو پېسې اخلي.

د دغو ادعاو په اړه تر اوسه د طالبانو غبرګون مخې ته نه دی راغلی.



اعلان