امریکايي جنرال: افغان امنیتي ځواکونه افغانستان نه شي ساتلی

افغانستان

امریکايي جنرال: افغان امنیتي ځواکونه افغانستان نه شي ساتلی

145

د امریکا د پوځ یوه جنرال او منځني ختیځ کې د امریکايي پوځ د مشرۍ له پاره نوماند ویلي، د افغان امنیتي ځواکونو د وژنې کچه ډېره زیاته بللې ده. جنرال کېنات مېکنزي ويلي چې هغوی سخته جګړه کوي.

جنرال مېکنزي دا خبرې داسې مهال کوي چې موده وړاندې ولسمشر اشرف غني ویلي وو، وروستیو دریو کلونو کې نږدې ۲۸۵۰۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

مېکنزي د امریکا سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کمېټې ته ویلي، امریکا به د افغان ځواکونو د جلب و جذب، روزنې او جګړه ییزو ماموریتونو له ښه کولو سره مرسته وکړي.

مېکنزي ویلي، افغان ځواکونه د امریکا د پوځ له مرستې پرته د هېواد د امنیت ساتلو وړتیا نه لري.

افغانستان کې د امریکا شاوخوا شپاړس زره پوځیان دي. مېکنزي ویلي، که موږ پوځیان وباسو، نو زه فکر نه کوم چې افغان ځواکونه به په بریا سره خپل هېواد وساتلی شي.

 



اعلان