روسیه: د هلمند او پکتیا د ملکي وګړو د وژلو مسوول کسان دې محاکمه شي

افغانستان

روسیه: د هلمند او پکتیا د ملکي وګړو د وژلو مسوول کسان دې محاکمه شي

189

روسیې د هلمند او پکتیا ولایتونو په ملکي مرګ-ژوبلې خواشیني څرګنده کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت له لوري په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، موږ د ناټو په مشرۍ د شویو بریدونو د څېړنې غوښتنه کوو.
اعلامیه کې ویل شوي، هغه کسان چې د دغو بریدونو مسوول دي، باید محاکمه شي.
مسکو ویلي، دغه ډول بریدونه په افغانستان کې د ناټو د شتون په اړه پوښتنې راپورته کوي.
څو ورځې وړاندې د هلمند په ناد علي ولسوالۍ کې د امریکایي پوځ په برید کې درېویشت تنه ملکي وګړي ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شوی.
دغه راز، د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې هم د ناټو ځواکونو په برید کې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.
د زرمت اوسېدونکو د دغې پېښې په اړه سختې مظاهرې هم کړي.



اعلان