پاکستانۍ نجلۍ وایي، د ټرمپ درېیمه لور یم

راپورونه

پاکستانۍ نجلۍ وایي، د ټرمپ درېیمه لور یم

1767

یوه پاکستانۍ نجلۍ ادعا کوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې پلار دی.
د پاکستاني ۲۴ رسنۍ د رپوټ له مخې، عماره مظهر ویلي، هغه مهال چې وړه وم، نو وتښتول شوم، ټولې نړۍ کې وګرځېدم او بیا پاکستان ته ورسېدم.
هغه وایي، ټولې نړۍ کې په پښو ګرځېدلې یم.
مظهر وایي، پاکستان کې مې یوه مذهبي مشر سرپرستي کړې ده.
مظهر دغه ادعا د لاهور سترې محکمه کې کړې ده. د دې د ادعا پر مهال د پاکستان د سترې محکمې مشر ثاقب نثار هم شتون درلود.
هغې له نثار غوښتي چې امریکا ته یې ولېږي.
د امریکا ولسمشر تر اوسه دوه مالومې لوڼې لري چې یوه یې ایوانکا او بله یې ټېفاني نومېږي.



اعلان