څېړنه: پر خارجي جګړو د امريکا لګښتونه به ډېر ژر ۷ تريليون ډالرو ته ورسېږي

راپورونه

څېړنه: پر خارجي جګړو د امريکا لګښتونه به ډېر ژر ۷ تريليون ډالرو ته ورسېږي

188

نږدې يو کال وړاندې مړ شوي امريکايي سناتور جان مکين وپوښتل: «۱۶ کاله وروسته، ايا د امريکا ماليه ورکوونکي پر هغه څه خوښ دې چې موږ په کې نښتي يو؟ ګومان مې نه کېږي». د مکين دا خبرې څرګندوي چې امريکايي حکومت چې د سپتمبر له ۱۱مې وروسته پر خپلو خارجي جنګونو کوم بې شمېره لګښتونو کوي، امريکايي ولس ته د زغم وړ نه دي.

د امريکا د «براون» پوهنتون اړوند د نړيوالو او عامه چارو د څېړنو انسټيټيوټ «واټسون» په خپله تازه څېړنه کې څرګنده کړې ده، چې د سپتمبر له ۱۱مې را وروسته امريکا پر خارجي جنګونو ۵.۹ تريليون ډالر لګولي دي، چې مستقيم او غير مستقيم لګښتونه، د پخوانيو پوځيانو استحقاق او د هغوی روغتيايي پاملرنه په کې شامل دي.

سره له دې چې پنټاګون دا لګښتونه کم ښيي، خو د واټسون انسټيټيوټ څرګندوي چې لکه حکومت چې وايي، که امريکا دا جګړې تر څو نورو کلونو پورې وغځوي، نو لګښتونه به يې نږدې ۷ تريليون ډالرو ته ورسېږي.

امريکا دا مهال د افغانستان، عراق، سوريې، لبنان، يمن، او بحرين په ګډون د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې پوځي حضور لري او په يادو هېوادونو کې جګړه پر مخ وړي، چې تر ټولو ډېر لګښت يې افغانستان کې کړی دی.

واټسون انسټيټيوټ دې ته اشاره کړې، چې امريکايي پوځ په اوسني يا راتلونکي کال کې د دغو جنګونو د پای ته رسولو کوم پلان نه لري، بلکې دفاع وزارت په افغانستان، پاکستان، عراق او سوريه کې تر ۲۰۲۳ کال پورې د ځانګړې بوديجې غوښتنه کوي.

په داسې حال کې چې امريکايي څېړونکې ادارې او مرکزونه بيا بيا پر يادو جګړو د خپلو شويو مصارفو شمېر کوي، په دغو جګړو کې د بې شمېره ولسي وګړو د وژلو په اړه د څېړنو پټولو هڅې کوي او مخه يې نيسي. غير رسمي او ازادې شمېرنې څرګندوي، چې امريکا د افغانستان، عراق او سوريې په ګډون په هغو هېوادونو کې چې تر بريد لاندې يې دي، سلګونه زره ولسي وګړي وژلي او د جګړو په اوږدو کې يې نړيوال قوانين او بشري حقوق تر پښو لاندې کړي دي.

 



اعلان