روسيه: کابلوف او خليلزاد د راتلونکې جمعې په ورځ د افغان کړکېچ د اواري په پار خبرې کوي

افغانستان

روسيه: کابلوف او خليلزاد د راتلونکې جمعې په ورځ د افغان کړکېچ د اواري په پار خبرې کوي

196

د روسيې بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی دی، چې د راتلونکې جمعې پر ورځ به دوه لوړپوړي روسي او امريکايي چارواکي مسکو کې يوه ناسته ولري، چې له مخې به يې د افغانستان د کړکېچ په اواري کې د روسيې او امريکا تر منځ د همکارۍ شونتيا وڅېړل شي.

دې وزارت نن دوشنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې افغانستان لپاره د روسي ولسمشر د ځانګړي استازي ضمير کابلوف او د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تر منځ سلا مشورو کې به «د روسيې او امريکا تر منځ د افغانستان د کړکېچ په اواري کې د ګډ کار پر شونتيا زور راوړل شي، په ځانګړي ډول د سولې د رامنځته کولو لپاره د دواړو ښکېلو غاړو تر منځ د مخامخ خبرو اترو د پيلولو په برخه کې د همکارۍ پر قضيه به زور راوړل شي».

خبرپاڼه کې زياته شوې، چې امريکايي ډپلومات ته به د روسيې د بهرنيو چارو د وزير د مرستيال ايګور مورګولوف له لوري تود هرکلی وشي.

روسيه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې خليلزاد د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو د ماموريت په لړۍ کې سيمې ته خپل دريم سفر پيل کړی دی. هغه له وړاندينيو سفرونو وروسته تمه څرګنده کړې وه چې ښايي په نږدې راتلونکې کې طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي.



اعلان