امريکايي ټايم مجلې محمد بن سلمان د ۲۰۱۸ کال شخصيت بللی

سيمه او نړۍ

امريکايي ټايم مجلې محمد بن سلمان د ۲۰۱۸ کال شخصيت بللی

235

د ټايم په نامه امريکايي مجلې سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د ۲۰۱۸م کال د شخصيتونو د لېست په اولو کسانو کې راوستی دی.
رسنۍ راپور ورکوي چې ټايم مجلې محمد بن سلمان د ۲۰۱۸م کال د سياسي شخصيتونو تر ټولو مشهوره څېره شوې ده. په دغه لېست کې محمد بن سلمان له امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه مخکې دی. دغه راز هغه له روسي ولسمشر ويلاديمير پوټين څخه مخکې دی، او د جرمني له لومړۍ وزيرې، د ترکيې ولسمشر، د برازيل ولسمشر، د کاناډا لومړي وزير او نورو سياسي څېرو څخه هم مخکې شوی دی.
محمد بن سلمان دغه راز له ځينو سوداګرو هم مخکې دی چې په دغو کې د امريکايي امازون کمپنۍ مشر، د ټيسلا برېښنايي موټرو د کمپنۍ مشر، د فېسبوک مشر او نورو څخه هم مخکې شوی دی.
د يادونې وړ ده چې محمد بن سلمان یوازنی عرب دی چې د ټايم مجلې د ۲۰۱۸م کال په مشهورو څېرو کې راغلی دی. دغه رسنۍ به روانه مياشت کې د شخصيتونو لېست اعلانوي. ټايم مجله له ۱۹۲۷م کال څخه را په دې خوا هر کال د کال څېرې اعلانوي.



اعلان