غزني کې ټپي شوي امريکايي سرتېري ساه ورکړه

افغانستان

غزني کې ټپي شوي امريکايي سرتېري ساه ورکړه

355

سټارز اينډ سټرايپز وېبپاڼې د پېنتاګون په حواله خبر ورکړی دی، چې هغه امريکايي سرتېري ساه ورکړې، چې څه موده وړاندې غزني کې په يوه خونړۍ چاودنه کې ټپي شوی و.

دغه سرتېری جيسون م. مک‌کليری نومېږي، ۲۴ کاله عمر لري، واده يې کړی او دوه کوچنيان يې دي.

پنټاګون تېره ورځ څرګنده کړې ده، چې جيسون د ژورو ټپونو له امله جرمني کې تر درملنې لاندې سا ورکړه. هغه د تېرې مياشتې په ۲۷مه غزني کې د طالبانو له لوري په ترسره شوې يوه چاودنه کې ژور ټپي شوی و او درې نور ملګري يې وژل شوي وو.

جيسون د ۲۰۱۴ په جنورۍ کې په پوځ کې دنده پيل کړه او د ۲۰۱۶ له مۍ څخه د ۲۰۱۷ تر جنورۍ پورې عراق کې و، وروسته د روان کال په اپريل مياشت کې افغانستان ته راغی.

ياده دې وي چې جيسون د خپل پوځي ماموريتونو پر مهال ۵ بېلا بېل مډالونه هم ترلاسه کړي وو.



اعلان