اسراييل: فلسطينيان نور د دې وس نه لري، چې عربي هېوادونه زموږ پر ضد وکاروي

سيمه او نړۍ

اسراييل: فلسطينيان نور د دې وس نه لري، چې عربي هېوادونه زموږ پر ضد وکاروي

90

د اسراييلو د بهرنيو چارو وزارت وياند عمانوييل ناخشون څرګنده کړې ده، چې فلسطينيان نور د دې توان نه لري، چې نور عربي هېوادونه د اسراييلو پر ضد وکاروي. عمانويل ويلي چې د اسراييلو او عربو هېوادونو ښې کېدونکې اړيکې دا ښيي او «فلسطينيان بايد اسراييلو سره خبرو اترو ته را وګرځي».

ناخشون له سپوټنيک خبري سرچينې سره په مرکه کې دا څرګندونې کړي، هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا عربي هېوادونو سره د اسراييلو د اړيکو جوړېدل به د فلسطين پر قضيه مثبت اغېز ولري؟ وويل: «موږ همداسې تمه لرو، خو فلسطينيان بايد پوی شي چې هغوی نور نه شي کولی عربي هېوادونه د اسراييلو پر ضد وکاروي، زه پر دې باور يم چې دا خبرو اترو ته د فلسطينيانو د بېرته غاړې ايښودو ښه فرصت دی».

د اسراييلو د بهرنيو چارو وزارت وياند وړاندې ويلي و: «موږ د سيمې يوه برخه يو، بدبختانه د اوږدو کلونو لپاره موږ نه منل کېدو او نه سیمه کې چا راسره راکړه ورکړه کوله، خو اوس دوی زموږ منلو ته غاړه ايښې ده». ناخشون دې ته اشاره کړې، چې له اردن او مصر سره د سولې هوکړې لرو او د سيمې له نورو هېوادونو سره د اړيکو جوړولو په درشل کې يو.

دې اسراييلي وياند عمان ته د نتنياهو سفر او دوبۍ کې د اسراييلو د ملي سرود غږولو ته په اشاره ويلي، چې په راتلونکې کې به نور ورته څه هم وګورو، «دا اسراييلو او سيمې ته خورا مهم دي». رسنۍ په ورته وخت کې راپورونه ورکوي چې اسراييلي چارواکي به په نږدې راتلونکې کې د سوډان او بحرين په ګډون نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسراييلو څه موده وړاندې د سعودي په مشرۍ عربو هېوادونو سره د «د پېړۍ سودا» له بشپړېدو خبر ورکړی او څرګنده کړې يې ده، چې جزيات به يې د راتلونکي کال په پيل کې رسنيز شي.

بل پلو فلسطينيانو له عربو هېوادونو د ګيلې په توګه ويلي، چې «پر دوی د شا له لوري ګوزار کوي او خپلې اصلي څېرې يې اوس بربنډې کړې چې ۷۰ کاله يې پټې ساتلې وې».



اعلان