ذاکر نايک: خلکو ته د اسلام رسولو له امله په نښه کېږم

اسلام

ذاکر نايک: خلکو ته د اسلام رسولو له امله په نښه کېږم

479

د هندوستان مسلمان عالم او ستر دعوتګر ډاکټر ذاکر نايک څرګنده کړې ده، چې خلکو ته د اسلام رسولو له امله په نښه يم او د هند حکومت مې نه پرېږدي. نوموړي ماليزيا کې د يوې غونډې پر مهال زياته کړې ده، چې د هندوستان د قانون هيڅ مخالفت مې نه دی کړی، خو دښمنان مې خلکو ته د اسلام د رسولو له امله په نښه کوي.

۵۳ کلن مسلمان دعوتګر دا مهال ماليزیا کې د جلا وطنۍ شپې تېروي، د هند حکومت تېر کال پر نوموړي تور پورې کړ چې د مذهبي ډلو تر منځ ټکر رامنځته کوي.

وروسته له هغه چې هند د ذاکر نايک پر ضد تحقيق پيل کړ، نوموړی ماليزيا ته ولاړ، خو هلته هم د هندي حکومت تر نيوکو لاندې دی او د ماليزيا د ډېر نفوس لرونکې ټولنې لپاره ګواښ بلل کېږي. دا په داسې حال کې چې نوموړي خپل فعاليتونه محدود کړي دي.

«ما د هيڅ قانون مخالفت نه دی کړی، خو دا چې د امن خپرولو او د بشريت ستونزو ته د اواري موندلو کار کوم، نو هغه خلک مې نه خوښوي چې امن نه خوښوي، زه د اسلام د تبليغ له امله په نښه يم».

ډاکټر ذاکر نايک محدودې هغه څرګندونې هم لري چې له امله يې د هند حکومت پرې ډول ډول تورونه پورې کوي، هغه په يوه وېډيو کې امريکا تر ټولو ستره ترهګره بللې او په ځينو نورو ويډيوګانو کې يې اسلام کې د «مرتد» او همجنس‌باز سزا څرګنده کړې ده.

پر هغه د ځينو هغو بريدونو له امله هم نيوکې کېږي چې د ځايي حکومتونو په وينا بريدګر يې له ده څخه اغېزمن شوي دي.

انګلستان هم پر دغه مسلمان دعوتګر په ۲۰۱۰ کال کې د ورتګ بنديز لګولی، خو نوموړی اوس په ماليزيا کې دی او لومړی وزير مهاتير محمد يې غونډو ته حاضرېږي.



اعلان