هېټلر څوک و؟

د پرون کيسه

هېټلر څوک و؟

377

ژباړن: جاوید غوربندی
آدولف هېټلر په مذهب کاتوليک و، خو په هماغه ماشومتوب کې يې کاتوليک عيسايت هېر کړی و. د اطريش د بروتو د ښار په يوه کليواله کورنۍ کې وزېږېده. پلار يې آلويس هېټلر نومېده او موچي و، چې هېټلر يې له درېيمې ښځې څخه چې (کلارا پولرل) نومېده د ۱۸۸۹ز د اپرېل په ۲۰ نېټه وزېږېده. هېټلر له ماشومتوب نه هوښيار هلک و او تل به يې د اوچتو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره هڅه کوله. په خپل ژوند کې يې لومړی له نقاشۍ او معمارۍ سره مينه پيدا شوه، په ۱۵ کلنۍ کې وين ته ولاړ او له دې وروسته ۱۹۹۲ز کال کې ميونېخ ته ولاړ.
په کال ۱۹۱۴ز کې چې نړيواله جګړه پيل شوه، د خپل هېواد د بريا لپاره داوطلبانه جګړې ته ولاړ. په کال ۱۹۱۶ز کې زخمي شو او په کال ۱۹۱۸ز کې په ګاز مسموم شو او په لومړۍ نړيواله جګړه کې د جرمني له ماتې ډېر متاثر شو او د ده په روحيه يې کلکه اغېزه وکړه، د دې لپاره چې جرمني وژغوري، ميونيخ ته ولاړ او هلته يې د کارګرو په خوځښت کې برخه واخسته. 
د کارګر ګوند خوځښت په انجمنو او غونډو کې به يې برخه اخيسته او په غونډو کې به يې وينا کوله او خپل نظر به يې ترخلکو ورساوه. هېټلر به عموما د جرمنيانو په لوړتيا او خپل نژاد په پورته والي خبرې کولې. په پيل کې يې پلويان تر دېرشو کسانو نه پورته کېده، ورو ورو له وينا کولو سره عادت شو، خلکو ته يې د ښه ويناوال په صفت ځان وپېژانده، همدا وه چې د يو لوی رهبر په څېر به يې خلکو ته وينا کوله او د خلکو په زړونو کې يې ځای ونيو.
دغه وخت کې هېټلر د نازي ګوند اساس جوړ کړ. هېټلر به ساده کالي اغوستل، هېڅ کله يې الکولي مشروبات او دخيانيات نه څښل، د دولت له خزانې څخه يې حقوق نه اخېستل او د ۱۹۳۵ز کال په پای کې يې ښکاره وويلې چې يواځېنی رهبر دی چې هېڅ ډول بېنکي حساب نلري. د هېټلر کتاب (زما جګړه) په بازار کې ډېر خرڅېده او د ده لپاره يې ډېرې پيسې وګټلې، هېټلر دغه پيسې هم د نازي ګوند لپاره وقف کړې. د ده کتاب (زما جګړه) کولی شو په درې فصلونو کې خلاصه کړو (سوله نه منونکې مبارزه-په جرمني کې وحدت او يووالی-نژادي تفوق). هېټلر په دغه کتاب کې د خپلو شاهکاريو کيسې او د جرمني د ژغورلو لپاره لوړ اهداف ليکلي.
دوهمه نړيواله جګړه د هېټلر، نازي ګوند او د ده د دوستانو په حيرانوونکي قدرت پای ته ورسېده، چې اوسمهال تاريخ دی او د قضاوت په دوه لارۍ کې ځای لري، دا به هر لوستونکي خپله وايي چې ترکومه د ده نظريات او افکار د جرمني لپاره مفيد او ګټور وو...



اعلان