د اردن پاچا واشنګټن ته د بوش د جنازې له پاره لاړ

سيمه او نړۍ

د اردن پاچا واشنګټن ته د بوش د جنازې له پاره لاړ

144

د اردن پاچا عبد الله له خپلې مېرمنې سره نن، د دوشنبې په ورځ د پلار جورج بوش په جنازه کې د ګډون په خاطر د امريکا واشنګټن ښار سفر وکړ.
رسنۍ راپور ورکوي چې د پاچا عبدالله د دفتر مشر ويلي دي چې پاچا له خپلې مېرمنې سره د امريکا واشنګټن ایالت ته لاړ چې د جورج بوش د وروستي ځل له پاره، مخکې تر دې چې جنازه يې ټکساس ایالت ته په الوتکه کې يوړل شي، وګوري.
د يادونې وړ ده چې د امريکا يو څلوېښتم ولسمشر جورج بوش د تېرې جمعې په ورځ پو روغتون کې د دوامدارې ناروغۍ په نتيجه کې مړ شو. د هغه د جنازې د خښولو په تړاو ويل شوي دي چې په ټکساس ايالت کې به د هغه پوهنتون په انګړ کې خښېږي چې د همده په نامه دی.
د ياد پوهنتون استادان، محصلين او عمومي منسوبين کولای شي هغه د وروستي وار له پاره وګوري، خو د خښولو مراسمو کې هر چا ته د ګډون اجازه نه ورکوي.



اعلان