ټرمپ: منځني ختيځ کې د امريکايي ځواکونو نور پاتې کېدل مناسب نه دي

سيمه او نړۍ

ټرمپ: منځني ختيځ کې د امريکايي ځواکونو نور پاتې کېدل مناسب نه دي

359

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې ده، چې منځني ختيځ کې د امريکايي سرتېرو نور پاتې کېدل به مناسب نه وي.

هغه ويلي: «د تېلو رول کرار کرار کمېږي، موږ خپله يې له بل هر وخت ډېر توليدوو. داسې نو ناڅاپه په ډاګه شوه چې هلته د لا ډېر وخت لپاره پاتې کېدل به مناسب نه وي». امريکايي ولسمشر دا څرګندونې له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره خبرو کې کړې دي.

ټرمپ د تاريخ په اوږدو کې لومړی امريکايي ولسمشر دی چې څرګندوي چې منځني ختيځ کې د امريکايي سرتېرو پاتې کېدل په تېلو پورې تړلي دي.

له امريکايي رسنيو سره سم منځني ختيځ کې پر تېلو د ټرمپ ترکيز هغه امريکايي نظامي چارواکو ته خوښ نه دی چې ګومان کوي چې سيمه کې د امريکا د شتون نورې مهمې ستراتيژيکې موخې هم شته. دا په ځانګړي ډول د دفاع وزير جيمز ميتس رايه ده.

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې رسنۍ افغانستان نه هم د امريکايي سرتېرو د ژر وتلو په اړه راپورونه ورکوي. رسنۍ دې ته اشاره کوي چې ټرمپ د ولسمشرۍ د پيل له ورځې پر دې ټينګار کاوه خو د ادارې ځينو چارواکو د قناعت ورکولو هڅه کوله. د يادونې وړ ده چې په وروستيو کې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو په پار د امريکا د بهرنيو چارو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد خپلې هڅې چټکې کړي او په دې پار يې تازه د سيمې دريم سفر هم پيل کړی دی.



اعلان